د نباتي غوړیو او پنبه دانۍ شرکتونه بیا فعالیت پیلوي

د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي

په افغانستان کې د نباتي غوړیو او پنبه دانۍ شرکتونه بیا خپل فعالیت پیلوي.

د افغانستان د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل، چې ازبکستان هېواد له دوې سره ژمنه کړې چې په دغه هېواد کې به د نباتي غوړیو او پنبه دانۍ شرکتونه به بیرته فعالوي.

هغه زیاته کړه: "مونږ هڅه وکړه څو هغو هېوادونو سره چې د نباتي غوړیو او پنبه دانۍ او د نخو د جوړولو په برخه کې تجربه لري خصوصن ازبکستان، له دوی سره کار پیل کړو چې څنګه کولای شو د هېود دغه شرکتونه بیرته فعاله کړو."

ښاغلی مسجدي وايي، ټاکل شوې چې تر راتلونکې یوې میاشتي پورې د بلخ د نباتي غوړیو او پنبه دانۍ فابریکې ته له ازبکستان څخه ماشینونه او نور وسایل راوړل شي.

دغه فابرېکې له تېرو ۳ لسیزو جګړو له امله ویجاړې شوي دي.

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د شوې هوکړې پربنسټ به د بلخ، کندهار، پلخمري او ګلبهار ۷ تصدۍ او د نساجي شرکتونه د ازبکستان هیواد په همکارۍ بېرته فعاله شي.

د یادو فابریکو د بیا رغونې سره به ۱۵۰۰ کسانو ته په مستقیم ډول او ۵۰۰۰ کسانو ته به په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.