په ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان لانجمنې ټاکنې

د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې د ۲۰۱۸ کال په اکټوبر کې ترسره شوې، خو د درغلیو د ادعاوو له امله پایلې یې په میاشتو میاشتو وځنډېډې او په ۲۰۱۹ کال کې اعلان شوې.

په تېر ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان د ولسي جرګې جنجالي ټاکنو پایلې اعلان شوې او ورپسې په سپټمبر کې د ولسمشرۍ انتخابات وشول چې د درېیو میاشتو په تېرېدو یې لا وروستی برخلیک څرګند نه دی.

ټاکنیز کړکېچونه، د ټاکنو د قانون تعدیل، د پخوانیو کمېشنرانو عزل او محاکمه د تېر کال مهمې پېښې دي.

که څه هم د ملي یووالي حکومت د جوړېدو په هوکړه کې ټاکنیز اصلاحات یوه اساسي موضوع وه، خو له دې سره سره چې حکومت په دې برخه کې ځینې ګامونه پورته کړل، مګر بیا هم دا بهیر له ستونزو خلاص نه شو.

د ولسي جرګې ټاکنې د ۲۰۱۸ کال د اکټوبر په ۲۰ نېټه وشوې، خو جنجالونه یې دومره اوږده شول چې پایله یې تر ۲۰۱۹ کال ورسېده.

د ولسي جرګې ټاکنو وړاندې د ملي یووالي حکومت د ټاکنیزو کمېسیونونو لپاره نوي کمېشنران وګمارل، خو لا لږ وخت تېر نه و چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخوانی ريیس نجیب الله احمدزی د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا ګوښه او سید حفیظ الله هاشمي د نوې کمېشنر په توګه وګمارل شو، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون رياست بیا ګلاجان عبدالبدیع صیاد ته ورسېد.

د ولسي جرګې ټاکنې

که څه هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون لومړی وار پرېکړه کړې وه چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د ۲۰۱۸ کال د جولای میاشتې په ۸مه نېټه کېږي، خو په دې پرېکړه کې هم بدلون راغی.

کمېسیون نه یوازې دا چې د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې و نه کړې، بلکې د ولسي جرګې ټاکنو لپاره یې هم د ۲۰۱۸ کال د اکټوبر ۲۰ مه نېټه اعلان کړه.

د ولسي جرګې ټاکنې د یوې ورځې لپاره پلان شوې وې، خو د کابل په ګډون په ځینو ولایتونو کې د ستونزو پېښېدو له کبله دویمې ورځې ته هم وغځېدې.

د ټاکنو په لومړی ورځ نږدې ۴میلیونه کسانو ګډون وکړ، په داسې حال کې چې په ټاکنو کې د ګډون لپاره ۸.۸ ميليونه کسانو نوم‌ليکنه کړې وه.

له دې سره په خوا کې په کندهار ولایت کې ټاکنې په یوې اوونۍ ځنډ سره وشوې، خو د غزني د ولسي جرګې ټاکنې د ولسمشرۍ ټاکنو پورې وځنډېدې.

امنیتي پېښې

د افغانستان امنیتي ځواکونو د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره بشپړ امنیت نیولی و، مګربیا هم د ټاکنو په ورځ په نږدې ۲۰۰ امنیتي پېښو کې د دولتي سرتېرو په ګډون ۴۴ کسان ووژل شول.

د ټاکنو په ورځ تر ټولو لویې پېښې په کابل کې وې چې نږدې ۱۵ کسان په کې له‌منځه ولاړل.

د ټاکنو لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو.

د ولسي جرګې ټاکنو کړکېچ

د ولسي جرګې د ټاکنو په برخه کې د اصلاحاتو راوستو اړوند لویې هیلې وې، مګر د ټاکنو په ورځ معلومه شوه چې ډېری ستونزې پر خپل ځای دي.

له نا امنۍ او پر ټاکنو د خلکو له بې باورۍ سربېره، ټاکنیزو مرکزونو ته د مامورینو نه حاضرېدل، د رأی ورکوونکو په نوم‌لړ کې اشتباهات، د بیومټریک دستګاوو کار نه کول او تر خوا یې پر دې دستګاه د مامورینو نه پوهېدل، هغه لویې ستونزې وې چې د ټاکنو په ورځ ثبت شوې.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجراییه رییس یوسف رشید وايي: "د ولسي جرګې ټاکنو ستونزې په دې کې وې چې اصلا سیسټم اصلاح نه شو، هغه څه چې حکومت ژمنه کړې وه، د ټاکنو نظام کې بدلون راولي، هغه یې و نه کړل، ځکه ټاکنیز نظام کې تخنیکي، حقوقي، ادارې او د جوړښت اړوند موضوعات شامل دي."

د ټاکنو خپلواک کمېسیون و نه شوای کړای په خپل وخت د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې، خو د څه د پاسه یوې میاشتې وروسته یې یوازې د پنځو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړې. د دې تر خوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون په ۲۰۱۸ کال کې د ولسي جرګې ټاکنو ټول بهیر بشپړ نه کړ او ورځ تر بلې پر دوی د فساد تورونه زیاتېدل.

د پخوانیو کمېشنرانو پر ضد کابل کې لاریون

تر دې چې د ولسمشر غني له‌خوا د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ په دویمه نېټه د ټاکنیزو کمېسیونونو ټول کمېشنران له دندو ګوښه شول.

خو له دې سره سره د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پخواني ريیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد کمېسیون بریالی او اتل باله.

"موږ بیا هم د خپلې هغې ژمنې له مخې چې له خپل خدای او خلکو سره مو درلوده، و توانېدو چې ټاکنې وکړو او هېواد له بحرانه وساتو."

تر دې مهاله ټاکنیزو کمېسیونونه یوازې په ۱۸ ولایتونو کې د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایله اعلان کړې وه او پاتې ۱۵ ولایتونه بې‌برخلیکه پاتې ول.

د ټاکنیزو کمېسیونونو پخواني کمیشنران وروسته محاکمه شول.

د پخوانیو کمېشنرانو محاکمه

د ټاکنیزو کمېسیونونو پر ټولو کمېشنرانو د فساد د تورونو له کبله، لویې څارنوالۍ هغوی ممنوع الخروج اعلان کړل.

تر دې چې پر دې کمېشنرانو د فساد تورونو تر ثابتېدو وروسته، د ټاکنیزو کمېسیونونو اته پخواني کمېشنران او رییسان د عدلي او قضایي مرکز د ابتدایي محکمې له خوا هریو په ۵ کاله بند محکوم شول.

په یاده قضیه کې چې د ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه وه، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پخوانۍ رئیس عبدالعزیز آریایي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پخوانۍ غړی عبدالبصیر فایز، د یاد کمېسیون پخوانۍ مرستیاله حمیرا حقمل، د ټاکنو کمېسیون پخوانۍ رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد، د یاد کمېسیون پخوانی اداري مرستیال معاذالله دولتي، پخواني کمېشنران هر یو رفیع الله بیدار، عبدالقادر قریشي، سید حفظ الله هاشمي او ملیحه حسن، د ټاکنو کمېسیون عملیاتي مرستیاله وسیمه بادغیسي، د یاد کمېسیون د معلوماتي تکنالوژۍ رئیس سید ابراهیم سادات او د همدې کمېسیون د دارلانشأ رئیس احمد شاه زمان زی د ټاکنو د پایلو د ثبت فورمونو د بدلولو په تور تورن شوي وو.

عدلي او قضايي مرکز په خپله پرېکړه کې لیکلي،"عبدالعزیز اریایي، عبدالبصیر فایز، حمیرا حقمل، ګلاجان عبدالبدیع صیاد، معاذالله دولتي، رفیع الله بیدار، عبدالقادر قریشي، سید حفیظ الله هاشمي، ملیحه حسن او وسیمه بادغیسي د ولسي جرګې د ټاکنو د پایلو د ثبت فورمو د بدلولو په تور، د جزایي اجرااتو قانون د ۱۱۲ مادې شپږمې فقرې په رعایتونې سره د یاد قانون د ۵۷، ۵۹، ۴۳۲ او ۴۳۵ مادې له مخې پر ۵ـ۵ کاله تنفیذي بند محکوم شول. "

خو قضايي پلاوي، سید ابراهیم سادات او احمد شاه زمان زی چې له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې په تور تورن شوي و، د مناسبو دلیلونو د نشتون له امله بري الذمه وګڼل.

د نویو ټاکنیزو کمېشنرانو ګمارنه او د ټاکنو د قانون تعدیل

د ملي یووالي حکومت د نویو کمېشنرانو د ګمارلو لپاره نوې طرحه عملي کړه. په دې معنا چې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو له ۸۴ هغو کاندیدانو څخه چې دې دندو ته یې ځانونه ثبت کړي وو، ۱۴ هغو ته رایه ورکړه.

په دې رایه کې د ولسمشرۍ ټاکنو ۱۸ نوماندانو برخه اخیستې وه. تر دې چې د ۲۰۱۹ کال د مارچ میاشتې په لومړۍ نېټه د ټاکنیزو کمېسیونونو نوي غړي وټاکل شول.

د ولسمشر د فرمان له لارې سید عصت الله مل، مولانا محمد الله، اورنګزیب، مسافر قوقندي، حوا عالم نورستانۍ، محمد حنیف دانشیار او رحیمه ظریفي د ټاکنو کمېسیون د غړو په توګه او همداراز زهره بیان شینواري، محمد یونس طغرا، قاسم الیاسي، سید قطب الدین رویدار او مولوي دین محمد عظیمي د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د غړو په توګه وټاکل شول.

همداراز حبیب الرحمان ننګ د ټاکنو کمېسیون او چمن شاه اعتمادي د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د دارالانشا د رئییسانو په توګه وګمارل.

له دې سره په خوا کې ولسمشرۍ ماڼۍ د سرور دانش په مشرۍ د ټاکنو قانون د تعدیل نوې طرحه وړاندې کړه چې ولسمشر توشیح کړه.

خو پر ټاکنو د څار بنسټونه وايي، د کمېشنرانو او قانون تعدیل تر ډېره سیاسي پرېکړه وه. د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجراییه ريیس یوسف رشید وايي، د ملي یووالي حکومت ځکه ټولو نوماندانو د کمېشنرانو په ټاکلو کې واک ورکړ چې تر فشار لاندې و.

هغه وویل: "پروسه له پیل څخه چې د کمېشنرانو ګمارل و، بنسټ یې په سیاسي اړیکو او جوړونو کېښودل شو او اوس یې موږ پایله ګورو."

د نویو کمېشنرانو د کار پیل

د ټاکنیزو کمېسیونونو د نویو کمېشنرانو لپاره تر ټولو لوی چیلنج د ولسي جرګې د پاتې ۱۵ ولایتونو د وروستیو پایلو اعلان و.

خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د کابل ولایت پایله باطله وګڼله او همدا ډول د ټولو ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو د برخلیک له معلومېدو وروسته د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې لپاره د کابل ولایت ټاکنو پایلې د مې میاشتې په ۱۴مه نېټه ماسخوتن ناوخته رسماً اعلان کړې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون نویو ټاکل شویو کمېشنرانو همدا ډول د ولسمشرۍ، ولایتي شوراګانو او ولسوالیو شوراګانو نېټه بدله کړه او رییسې یې حوا علم نورستانۍ په یوه خبري غونډه کې وویل، یاده نېټه د دې کمېسیون له کمېشنرانو سره تر زیات بحث او څېړونو وروسته ټاکل شوې ده.

وړاندې کمېسیون د ولسمشرۍ، ولایتي شوراګانو او ولسوالیو شوراګانو لپاره د ۲۰۱۹ کال د جولای ۲۰مه نېټه ټاکلې وه، خو دا نېټه د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر میاشتې ۲۸مې ته وغځول شوه.

د نویو ټاکل شویو کمېشنرانو لپاره بله اساسي موضوع د ټاکنو د تعدیل شوي قانون عملي کول و. د دې قانون له مخې باید، ټاکنې په بیومټریک ډول شوې وای. همدا ډول د رایه ورکوونکو د نوم‌لړ اصلاح، د تکراري ثبت شویو تذکرو باطلول، د سټېکرونو له مخې د رایه ورکوونکو د شمېر معلومول او یو شمېر نور ... لومړني کارونه و چې کمېسیون باید له ټاکنو وړاندې کړې وای.

د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې د سپټمبر په ۲۸مه ترسره شوې.

د ۲۰۱۹ کال ولسمشرۍ ټاکنې

د افغانستان د ولسمشرۍ څلورم پړاو ټاکنې د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر په اته‌ویشتمه نېټه وشوې. د ټاکنو خپلواک کمېسیون ريیسې حوا علم نورستانۍ د ټاکنو په ورځ دا یوه تاریخي ورځ وبلله.

"موږ نن په یوه تاریخي مرحله کې قرار لرو او دا تاریخ موږ په ګډه جوړوو. پروسه ډېره لویه ده، وړې لویې ستونزې به وي، خو په ټوله کې ښه روانه ده."

که څه هم کمېسیون پرېکړه کړې وه چې له دې ټاکنو سره به د ولایتي شوراګانو او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې هم کوي، خو داسې و نه شول، تر دې چې د غزني ولایت د ولسي جرګې ټاکنې نورې هم وځنډېدې.

د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ۱۸ تنو ځانونه نوماند کړي وو. محمد اشرف غني، عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار، رحمت الله نبیل، لطیف پدرام، عنایت الله حفیظ، حکیم تورسن، محمد حنیف اتمر، غلام فاروق نجرابي، احمد ولي مسعود، محمد شهاب حکیمي، فرامرز تمنا، نورالحق علومي، شیدا محمد ابدالي، محمد ابراهیم الکوزی، زلمی رسول، نورالرحمان لېوال او سید نورالله جلیلي په دې ډله کې وو، خو تر پایه دا شمېر پورته پاتې نه شوو، بلکې له ډلې یې محمد حنیف اتمر له خپلې کاندیداتورۍ تېر شو. زلمی رسول، نورالحق علومي، محمد ابراهیم الکوزی، شیدا محمد ابدالي له ټاکنو وړاندې د محمد اشرف غني په ګټه ودرېدل، له ټاکنو وروسته بیا فرامرز تمنا او عنایت الله حفیظ هم د محمد اشرف غني ملګري شول.

ټاکنیز کړکېچ

که څه هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي و چې د ولسي جرګې له ټاکنو وروسته، هغه ستونزې حل شوي چې د ولسي جرګې د ټاکنو پر مهال را پورته شوې وې، مګر د ټاکنو په ورځ بیا هم د رایه ورکوونکو په نوم‌لړ کې ستونزې پر خپل ځای وې. یو شمېرمحلونو کې بیومټریک دستګاوو کار نه کاوه، خو تر ټولو لویه ستونزه بیا له دې دستګاوو سره د کمېسیون د کارکوونکو نه بلدتیا وه.

خو له دې ټولو لویه ستونزه بیا د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر پرېکړو د یو شمېر ټاکنیزو ډلو نیوکه وه. یوازې د محمد اشرف غني ټاکنیز ټیم د ټاکنو خپلواک کمېسیون له پرېکړو ملاتړ کاوه، داسې مهال چې نورو ټولو یې بیا مخالفت ته را ودانګل.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو شمېر پرېکړې ان د دې سبب شوي چې د ثبات او هم‌پالنې او د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزو ډلو یې پر ضد لاریون وکړ.

همدا ډول د رایو د بیا شمېرنې بهیر څخه یوازې دولت جوړونکي ټیم هرکلی وکړ، خو نورو ډلو یې پر ضد جبهه ونیوله، تر دې چې د ثبات او هم‌پالنې ټاکنیزې یې په اووه ولایتونو مخنیوی وکړ.

یو شمېر ټاکنیزو ډلو ټاکنو خپلواک کمېسیون په درغلۍ تورن کړ او همدا ډول یې د نږدې ۳۰۰ زره رایو د ابطال غوښتنه کوله، هغه څه چې کمېسیون یې باطلول د قانون خلاف وبلل.

د لومړنیو پایلو اعلان

که څه هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۲۰۱۹ کال د اکټوبر میاشتې په ۲۷مه باید د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې وای، مګر له دوه ځلي ژمنو سره سره په دې کار بریالی نه شو.

بالاخره کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په ۲۲مه اعلان کړې چې له مخې یې د محمد اشرف غني د ۵۰،۶۴ سلنه رایو په ګټلو وتوانېدو تر خپلو سیالانو مخکې شي. عبدالله عبدالله بیا د ۳۹،۵۲ سلنه رایو په تر لاسه کولو سره دویم، خو پاتې نورو ټولو نوماندانو له ۱۰ سلنه کمې رایې خپلې کړې.

خو د لومړنۍ پایلو اعلان سره هم موافقت او مخالفت موجود و.

د ولسمشرۍ نوماند او د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ټاکنو د لومړنیو پایلو مخالفت وکړ او ویې ویل چې ۳۰۰ زره هغه رأیې هم شمېرل شوي چې دوی یې باطلې بولي.

د دولت جوړونکي ټیم له دې اعلان هرکلی وکړ او ټول لوري یې د لوبې اصولو ته د منلو لپاره را وبلل.

"اوس وخت د دې دی چې ټول د لوبې اصولو ومنوو، راتلوونکو ورځو چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون خپلې پرېکړې کوي، زموږ ټیم قانون مند رفتار کوو. هیله لرم چې نور ټیمونه هم قانوني چلند وکړي. "

خو ښاغلي عبدالله بیا د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرېکړه و نه منله او ځان یې بریالی وباله.

"په ټول قوت د خلکو له رایو دفاع کوو، په دې کې هېڅ شک نه شته چې د خلکو د پاکو رایو له مخې، موږ بریالي یوو."

خو له دې ټولو سره سره بالاخره ټاکنیزو ډلو د لومړنۍ پایلې اړوند ۱۶۵۰۰ شکایتونه ثبت کړل، څو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون یې له ارزونې وروسته په اړه پرېکړه وکړي.

اوس‌مهال د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په ولایتونو کې د دې شکایتونو په څېړنې بوخت دی، خو دا لا معلومه نه ده چې د ولسمشرۍ ټاکنو جنجال به د ۲۰۲۰ کال په اوږدو کې حل شي او که به دوام وکړي.