ارګ په کابل کې د امریکا سفیر ته مډال ورکړی

ولسمشر محمد اشرف غني د مخه ښې په کتنه کې دغه مډال د امریکا سفیر د خدمتونو د ستاینې په پار هغه ته ورکړی.

په کابل کې د متحده ایالتونو سفیر جان باس ته چې په افغانستان کې یې دوه کلن ماموریت پای ته رسیږي، د وزیر محمد اکبر دولتي مډال ورکړل شو.

ارګ وايي، جان باس ته دا مډال د سې شنبې په ورځ ولسمشر محمد اشرف غني د مخه ښې په کتنه کې د نوموړې د خدمتونو د ستاینې په پار ورکړ.

جان باس ته د دې دولتي مډال د ورکړې په اړه د ولسمشر غني په فرمان کې په افغانستان کې د امریکا د سفیر په توګه د نوموړې د ماموریت پر مهال د افغانستان او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا او پراختیا، افغانستان او سیمه کې د سولې ټینګښت او افغانستان سره د هېوادونو د همکاریو په برخو کې د جان باس د هڅو قدراني شوې ده.

په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس د خپل دوه کلن ماموریت په پای کې ویلي چې د افغانستان بریالیتوب د امریکا بری دی.

جان باس چې تر دې مخکې یې په عراق، ترکیه او نورو هېوادونو کې د امریکا د لوړپوړي ډیپلوماټ په توګه دنده ترسره کړې، د ۲۰۱۷ میلادي کال د سیپټمبر په ۲۸ مه نېټه د امریکا د سنا له خوا په افغانستان کې د سفیر په توګه تایید شو.

په افغانستان کې د امریکا د سفیر په توګه د جان باس د دوه کلن ماموریت پر مهال له طالبانو سره د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکا د سولې خبرې له مهمو مسالو څخه وې چې ویل کېږي ښاغلي باس هم په کې مهم رول درلود.

دا خبرې که څه هم کومې وروستۍ پایلې ته نه دي رسېدلي خو دواړه لوري د سولې د یو هوکړه لیک لاسلیک ته نږدې ښکاري.