فاریاب کې د شاهین ۱۱۰ پوځي عملیات

ارشیف

په فاریاب کې چارواکي وايي، المار ولسوالۍ کې یې د شاهین ۱۱۰په نوم پوځي عملیات پیل کړي.

د فاریاب د امنیتې قومندان جنرال غیب الله د سې شنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، دا عملیات چې پرون د المار په ولسوالۍ او د میمنې – هرات د لویې لارې په اوږدو کې پیل شوي تر اوسه په کې د حکومت شپږ تنه مخالف وسله وال وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا له طالبانو سره جګړه یو امنیتي سرتېری هم ټپي شوی دی.

د میمنې – هرات لویه لاره له څه مودې راهېسې د وسلوالو د فعالیتونو شاهده ده چې د خلکو شکایتونه یې راپورته کړي دي.