د امریکا او چین ترمنځ د سوداګرۍ نوی پړاو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د جنوري د میاشتې په ۱۵ مه به له چین سره د سوداګرۍ د معاملې لومړی پړاو لاسلیک کړي.

له دې سره دا هیله مندي زیاته شوې چې د نړۍ ددې دوو لویو اقتصادي قوتونو ترمنځ تریو کال اوږده تجارتي جګړه پای ته د رسیدو په حال کې ده.

ولسمشر ټرمپ د سې شنبې په ورځ پر خپل ټویټر ولیکل: "مراسم به سپینه ماڼۍ کې وي، د چین د سوداګرۍ لوړپوړي استازي به هم په کې وي."

د امریکا ولسمشر همدارنګه زیاته کړې چې دا به وروسته د چین پلازمېنې ته هم سفر وکړي څو د سوداګریزې هوکړې په دویم پړاو خبرې پیل کړي.

وروسته له هغې چې د چین او امریکا ترمنځ د سوداګرۍ خبرې اترې کومې پایلې ته ونه رسیدې، ولسمشر ټرمپ په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د چین د سوداګرۍ پر مالونو ګمرکي تعرفي ولګولې او چین یې هم مقابل کې د امریکايي مالونو په وړاندې ورته اقدام وکړ.

په ۲۰۱۹ میلادي کال کې متحده ایالتونو نورې ګمرکي تعرفي هم سېوا کړې او دا اندېښنې یې زیاتې کړې چې زیاتېدونکې سوداګریزه جګړه به نړیوال اقتصادي بحران ته لاره هواره کړي.

ولسمشر ټرمپ په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د خپل انتخاباتي کمپاین د یوې مهمې برخې په توګه، له نورو هېوادونو سره هم د امریکا پر سوداګریزو هوکړو له سره غور کړی.