د سره صلیب چارواک: داعش د افغانستان په شمال کې د ځینو ډلو ملاتړ خپل کړی

ارشیف

د سره صلیب نړیوالې کمېټې یو جګپوړی چاروکی وایي چې د اسلامي دولت (داعش) ډله توانیدلې د افغانستان په شمالي سیمو کې د یوشمېر وسله والو ډلو ملاتړ خپل کړي.

د دغې کمیټې د عملیاتو د برخې مشر دومینیک سټیلهرټ له روسي تاس خبري آژانس سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې شخړې په تېره بیا وروستیو دوه درېیو کلونو کې بیا زیاتې شوې دي.

د هغه په وینا یوه ستونزه چې دوی د افغانستان په شمال کې ورسره مخامخ دي، د شخړو یو تیت او پرک چاپریال دی چې په زیاتیدونکي ډول سخت دریځې ډلې له اسلامي دولت یا داعش ډلې سره یوځای کیږي.

د ښاغلي سټیلهرت په وینا، دوی دغه راز ویني چې د پخوا خلاف اوس شخړې ترډېره ښاري سیمو ته غځیدلې، ځان وژونکې او تنظیم شوې حملې له یوې خوا او له بلې خوا هوایي بریدونه زیات شوي چې په نتیجه کې یې ترډېره عام خلک وژل کیږي.