د کابل ککړې هوا په اړه د روغتیا وزارت اندېښنې

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په یوې اونۍ  کې تر ۸۸۰۰ ډېرو ناورغانو روغتونونو ته مراجعه کړې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، که په کابل کې د هوا ککړتیا ډېرېدل همداسې دوام وکړي نو د تنفسي ناروغانو په شمېر کې به د پام وړ زیاتوالی راشي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په یوې اونۍ کې تر ۸۸۰۰ ډېرو ناورغانو روغتونونو ته مراجعه کړې ده.

د دې وزارت مرستیالۍ ماموسۍ زیور د سې شنبې په ورځ یوې غونډې ته وویل:

"د تنفسي ناروغیو په اړه چې موږ يې په اړه وړاندوینه کولای شو؛ که د هوا حالت همداسې دوام وکړي نو د ناروغانو شمېر به يې ډېر زیات شي، موږ يې اوس د ناروغانو په اړه دقیقې شمېرې نه لرو خو دومره ویلای شو چې شمېر به يې زیات شي."

دغه وزارت تېره ورځ اعلان وکړو چې په تېره یوه اونۍ کې په تنفسي ناروغیو اخته ۱۷ ناروغان مړه شوي دي.

د دې وزارت مرستیال فدا محمد پیکان دغه شان وویل چې په دې موده کې له ۸۸۰۰ ډېرو کسانو د تنفسي ناروغیو له کبله روغتونونو ته مراجعه کړې ده.

د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي اداره وايي د کابل ښار هوا تر بل هر وخت ډېره ککړه شوې ده.

دغه اداره وايي چې د وضع شویو معیارونو په اساس باید ۲،۵ پي‌ام مضر ذرات په ۲۴ ساعتونو کې له ۷۵ پورته نه وي، خو په کابل کې بیا د دې ذراتو لوړه کچه ۵۵۵ او ټېټه یې ۹۷ ته رسېږي.

خو د دغه ادارې مسولین وايي چې د دغه حالت د کنترول لپاره يې پيل شوی پنځلس ورځنی کمپاین لا هم دوام لری او ټول هغه ښارګوټي او ودانۍ به وتړي چې د سون غیرمعیاري توکي سوزوي.

د دغه ادارې تخنیکي مرستیال عزت الله صدیقي نن ازادي راډيو ته وویل چې د تېرو دوه ورځو کمپاین په ترڅ کې يې ۱۱ ښارګوټي او د ودونو هغه تالارونه تړلي چې د سون له غیر معیاري توکو يې ګټه اخیسته.

"کوم ۲۸ موارد چې ښودل شوي، د څېړنې پلاوي په ګوته کړي دي، خو شاید دا شمېر زیات شي، تر دې دمه د کمپاین په دوه ورځو کې د بېلابېلو ښارګوټو په ګډون یوولس د ودونو تالارونه تړل شوي او دا لړۍ دوام لري، نن هم موږ عملیات لرو او د کمپاین تر اخره به يې ولرو."

دې ادارې، کابل ښاروالې او کورنیو چارو وزارت ځینو ښارګوټو،هوټلونو او حمامونو ته امر کړی چې له اوبلنو ګازو استفاده وکړي.

د غیرمعیاري توکو لکه د ډبرو سکرو، ټایرونو او پلاستیک سوزول د کابل د هوا د ککړتیا له اصلي عواملو بلل کېږي.

د چارواکو په خبره د زړو موټرو تګ راتګ، د شنو سیمو کموالی، د پخو سړکونو کموالی، لوړ پوړي ودانیو چې د ښاري پلان پر خلاف مخ په ډېرېدو دي او داسې نور د کابل د هوا د لا ککړېدو سره مرسته کړې ده.

امریکايې انلاین مجلې ډیپلومات په نومبر میاشت کې په یوه مطلب کې لیکلي وو چې د افغانستان د پلازمینې کابل د هوا ککړوالی ښایې تر جګړې خونړی وي.

په دې مطلب کې د نړۍ د هوا حالت "State of Global Air" تحقیقاتي ډلې په حواله ویل شوي چې ښایې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې څه باندې ۲۶ زره افغانان د هوا له ککړوالي څخه د ناروغیو له کبله مړه شوي وي.