عراق او سوريه کې ايران-پلوه ملېشه له امريکا د بریدونو غچ اخلي

عراق کې د کتائب حزب الله هغه مرکز چې امریکا له لوري له منځه وړل شوی دی.

په عراق او سوريه کې يوې ايران-پلوه ملېشه ډلې ويلي چې د امريکا د پوځي بریدونو غچ به اخلي.

د امريکا متحدو ايالتونو پرون وويل، چې په عراق او سوريه کې يې پر پنځو اهدافو چې د کتائب حزب الله ډلې له خوا کنټرولېدل دقيقې دفاعي حملې کړې دي.

د امريکا دفاع وزير مارک ايسپر پرون په خپلو خبرو کې وويل: "د امريکا دفاع وزارت په عراق کې د خپل پرسونل او ګټو د دفاع لپاره د F-15 ډوله جنګي الوتکو په مرسته تهاجمي اقدامات وکړل، دا حملې پر پنځو اهدافو شوي چې په کتائب حزب الله پورې مربوط دي، دا د شيعه وو داسې ملېشه ډله ده چې ايران يې ملاتړ کوي."

دفاع وزير وايي درې اهداف د عراق په لوېديځ کې او دوه نور اهداف د سوريې په ختيځ کې ويشتل شوي، چې د کتائب حزب الله ډلې د سوق او ادارې مرکزونه يا هم د وسلو زېرمې وې.

د امريکا دفاع وزارت وايي دا حملې يې د کتائب حزب الله ډلې د هغو حملو په ځواب کې کړي، چې په عراق کې يې پر هغو پوځي اډو کړې وې، چې امريکايي پوځيان په کې دېره دي.

وزارت وايي د تېرې جمعې راکټي حملې ته هم اشاره کړې، چې په شمالي ښار کرکوک کې يې په نتيجه کې يو دفاعي قراردادي وژل شوى، څلور امريکايي پوځيان او دوه عراقي سرتېري ټپيان شوي وو.

خو دغه ډله وايي په دغو حملو کې دوى دخيل نه دي.

کتائب حزب الله ډله وايي نن او تېره چهارشنبه يې د امريکا په حملو کې ٢٥ جنګيالي وژل شوي دي.