هلمند کې ۴ ملکي وګړي وژل شوي

ارشیف

د هلمند چارواکي د دې ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د څلورو ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړ.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک تېر ماښام آزادي راډیو ته وویل چې دغه کسان د دوشنبې په ورځ د ناوې ولسوالۍ په سرخدوز سیمه کې د سړک غاړي ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

ځواک زیاته کړه: "د وسله والو مخالفینو لخوا د سړک پر غاړې ایښودل شوی ماین د ملکي وګړو پر موټر سایکل چاودلی دی چې په نتیجه کې یې یو نارینه یوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي دي."

د هلمند چارواکي وایي د ناوې په ګډون د دې ولایت په ډیری سیمو کې د سړک د غاړې ماینونه د ملکي وګړو ژوند ګواښي.