بغلان چارواکي: په دوو جلا پېښو کې ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي

ارشیف

د بغلان چارواکي وایې په دوو جلا پیښو کې څوارلس وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د بغلان د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر محمد نقیب یوسفي تیرماښام آزادي راډیو ته وویل چې پرون تر غرمې وروسته افغان ځواکونو پر هغو طالبانو هوایي او ځمکني بریدونه وکړل چې د دې ولایت په چشمه شېر سیمه کې یې د یوه اکمالاتي کاروان د تېرېدو مخه نیولې وه.

د ښاغلي یوسفي په خبره په دې برید کې لس تنه طالبان وژل شوي دي.

نوموړي آزادي راډیو ته دا هم تائید کړه چې څلور نور طالبان د دوشنبې په ورځ د افغان ځواکونو په عملیاتو کې هغه مهال ووژل شول چې د کندز – بغلان پر لاره یې خلک درول او پوښتنې یې کولې.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان هم تېر ماښام پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دغو طالبانو د کندز- بغلان پر لویه لاره له مسافرو پیسې اخستلې.

د ښاغلي امان په خبره په وژل شویو کسانو کې د آمر یوسف په نوم د طالبانو یوسرګروپ هم شامل دی.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.