د کتابونو چاپولو لپاره میلیونونه ډالر له افغانستانه پاکستان ته وړل کېږي

په کابل کې د اصنافو ټولنه وايي، هر کال له افغانستان څخه پاکستان ته د کتابونو د چاپ په هدف ۱۰۰ میلیونه ډالره انتقالیږي.

د دې ټولنې مشر شیرباز کمین زاده ازادي راډيو ته وویل، د حکومت نه پاملرنه او په دې برخه کې د لازمو فرصتونو نه برابرول هغه لاملونه دي چې دغه سکټور یې له سقوط سره مخ کړی.

په کابل د یو شمېر خصوصي مطبعوو مسوولین وايي، که څه هم له پخوا راهیسې د کتابونو دچاپ بازار یو څه ښه شوی خو بیا هم بنسټیزې ستونزې ددې سکټور پروړاندې پرتې دي.

د دانش خپرندويې ټولنې او مطبعې مسوول اسدالله دانش ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "په افغانستان کې د خامو موادو نشتون، د برښنا ستونزې او د حکومت له لوري د لوړې مالیې وضع کول هغه لاملونه دي چې خلک په خپل هېواد کې د کتاب چاپولو ته زړه نه ښه کوي، او زموږ لپاره اصلي ستونزه د حکومت نه پاملرنه ده".

د کابل ښار د ځینو کتاب پلورنځيو مالکان هم په دې باور دي چې په پاکستان کې د کتاب چاپ نسبت افغانستان ته ارزانه پریوزي، نو همدا دلیل دی چې اکثره خپرندویه ټولنې خپل کتابونه په پاکستان کې چاپوي.

دوی وايي، له دوی سره پراته کتابونه ډېری یا د پاکستان چاپ دي او یا هم د ایران.

د افغانستان د اصنافو ټولنې د معلوماتو له مخې اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۲۵۰ مطبعې د فعالیت جواز لري چې یوازې ۱۰۰ یې په پلازمینه کابل کې دي، خو د دوی په خبره ډېری دغه مطبعې د یو شمېر ستونزو له امله له اوس غیر فعاله دي.

د اصنافو ټولنې مشر شیر باز کمین زاده بیا ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، په داسې حال کې چې د تېرو کلونو په پرتله ظرفیت ښه شوی، خو د حکومت نه پاملرنې دغه سکټور له بحران مخ کړی دی.

ښاغلي کمین زاده وویل: "په اوسط ډول شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالره ددې برخې له لارې پاکستان ته ځي. که چیرته موږ دغه پېسې افغانستان ته راوړو، په اطمینان تاسو ته ویلي شم چې شااوخوا ۳۰ زرو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي".

د ښاغلي کمين زاده په خبره، د حکومت له لوري پر افغاني کمپنیو د ماليې لوړول، د اقتصادي او امنیتي ستونزو نه حلېدل او د اړوندو ادارې نه همغږي په دې برخه کې هغه بنسټیزې ستونزې دي چې ګټه یې په غیر مسقیم ډول پاکستان ته رسي.

دې اندېښنو ته د افغانستان د مالي وزارت وايي، حکومت د مالي و تعرفو په برخه کې خصوصي سکټور ته ځانګړې برنامې په نظر کې نیولې.

ددې وزارت ویاند شمعروز خان مسجدي ازادي راډیو ته وویل: "په مالیو کې کمښت د ماشین الاتو په واردولو کې د تعرفې کمښت هغه ژمنې دي چې حکومت یې د خصوصي سکټور سره کوي."

هم مهاله د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت اطلاعاتو فرهنګ وزارت په دې برخه کې که څه هم د اصنافو ټولنې لخوا ورکړل شوي ارقام نه رد وی او نه تائيدوي، خو وايي چې د خصوصي سکټور د ودې په برخه کې زیات کار شوی دی.

په افغانستان کې د کتاب د چاپ لپاره د لازمو امکاناتو د نشتوالي اندېښې په داسې حال کې راپورته کېږي چې ولسمشر اشرف غني تل له خصوصي سکټور څخه د خپل ملاتړ او ترڅنګ یې په دې برخه کې د لازمو امکاناتو برابرولو خبره کړې.

خو د خصوصي سکټور مسئولان وايي چې د حکومت ژمنې ترډېره نه عملي کېږي.