د افغانستان دفاع وزارت وايي، په دايکندي ولايت کې د پوځي عملياتو له کبله ١٤ وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د دغه وزارت یوه وياند فواد امان نن ازادۍ راډيو ته وويل، دغه پوځي عمليات په ګجران ولسوالۍ کې شوي دي.
هغه وویل: "تر لسو زيات کلي له طالبانو تصفيه شوي او په دغو عملياتو کې ١٤ وسلوال طالبان وژل شوي او زيات نور يې ټپيان شوي دي. د دوى زياته اندازه وسلې او مهمات د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو لاس ته ورغلي دي."
فواد امان وايي د عملياتو پر مهال ٤ وسلوال طالبان نيول شوي هم دي.
طالبانو په دايکندي کې د شويو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي.