د پاکستاني طالبانو یو قوماندان په خوست کې وژل شوی

د تحریک طالبان پاکستان یو شمېر جنګیالي

پاکستاني چارواکو ویلي، د "تحریک طالبان پاکستان" يو مهم قوماندان په افغانستان کې وژل شوى دى.

د ازادي راډیو مشال څانګې د پاکستاني امنیتي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې قاري سیف‌الله محسود په نوم دغه قوماندان د خوست ولایت ګلان کمپ ته نږدې د نامعلومه کسانو له‌خوا په نښه شوی دی.

ځینو سرچینو د مشال راډیو خبریال ته د تحريک طالبان پاکستان د حکيم‌الله محسود ډلې د دغه قوماندان او وياند وژنه تأييد کړې او ویلي یې دي چې نوموړی همالته خاورو ته سپارل شوی دی.

قاري سیف‌الله محسود په تحريک طالبان پاکستان ډله کې د ځانمرګو بريدونو عمده طراح ګڼل کېده.

خو د خوست امنیه قومانداني ازادي راډیو ته وایي چې تېره ورځ ناوخته د دې ولایت د ګربزو ولسوالۍ اړوند په ګلان کمپ کې د پاکستانیو کډوالو یو قومي مشر سیف‌الرحمن وژل شوی.

د خوست امنیه قوماندانۍ ویاند عادل حیدر زیاتوي، د نوموړي د وژنې لامل شخصي دښمني وه چې د خپلو دښمنانو له‌خوا وژل شوی او برید کوونکي په تېښته بریالي شوي.

دی وایي پولیس د پېښې د عاملینو د نیولو په هڅه کې دي، خو تر اوسه نه‌دي بریالي شوي.