د جوزجان په فیض اباد ولسوالۍ کې ۱۴ دولتي سرتېري او ۷ طالبان وژل شوي

د جوزجان د والي وياند عبدالمعروف اذر نن ازادۍ راډيو ته وويل، په فيض اباد ولسوالۍ کې ١٤ امنيتي سرتېري وژل شوي او ٥ تنه نور ټپيان شوي دي.

د ښاغلي اذر په وینا، طالبانو نن سهار شاوخوا درې نیمې بجې د امنیتي ځواکونو پر پوستې برید پيل کړ او یو نیم ساعت جګړه روانه وه.

هغه وویل: "له بده مرغه په دغو نښتو کې زموږ ١٤ امنيتي سرتېري د هېواد او ملي نواميسو د دفاع په لاره کې شهيدان شوي دي. زموږ ٥ امنيتي سرتېري ټپيان شوي او ٢ تنه ورک دي."

د والي وياند وویل، هغه پوسته چې حمله ورباندې شوې، د ملي امنيت د رياست مربوط وه.

ښاغلي اذر وویل، په جګړه کې ۷ طالبان هم وژل شوي او درې ټپیان شوي دی.

د چارواکو په خبره، اوسمهال سیمه د دولتي ځواکونو په کنټرول کې ده.