د چابهار بندر د کار له پیله تر اوسه ۵ لکه ټنه انتقالات ترسره شوي

ارشیف

د افغانستان د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، د چابهار بندر د کار له پیل څخه تراسه پورې ۵ لکه ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

د دغه وزارت ویاند علي سینا سائد نن ازادي راډيو ته وویل، چې دامهال صادرات او واردات دواړه جریان لري.

هغه زیاته کړ ه: "له کله نه چې د چابهار بندر په کار پیل کړی، تراوسه پوري ۵ لکه ټنه انتقالات پرې شوي دي، پر دې بندر صدارات او واردات جریان لري او عملا کار روان دی."

افغانستان د چابهار له لارې د ۲۰۱۹ میلادي کال له فبرورۍ میاشتې راهیسې خپل صادرات پیل کړي.

د چابهار بندر د فعالولو هدف د منځنۍ اسیا له هغو هېوادونو سره سوداګریزه مرسته ده چې په وچه کې پراته دي.

د دې بندر د جوړولو کار په ۲۰۱۶ میلادي کال کې پېل شو.

هند تقریباً ۵۰۰ میلیونه ډالر پر دې بندر پانګونه کړې ده.