اسوشیټید پریس: طالبانو افغانستان کې له اوربند سره هوکړه وکړه

ارشیف

اسوشیټید پریس خبري اژانس وايي، طالبانو پرون (یکشنبه) په افغانستان کې له اوربند سره هوکړه وکړه.

د طالبانو له لوري له اوربند سره موافقه له امریکا سره د سولې د موافقې لاسلیک ته لار هواروي.

اژانس په عین حال کې وايي چې د اوربند موافقه باید د طالبانو مشر تایید کړي.

سره له دې باور کېږي چې د طالبانو مشر به هم له اوربند سره موافقه وکړي، دا نه ده څرګنده چې اوربند به د څومره مودې لپاره وي خو ویل کېږي چې لږترلږه به لس ورځینی وي.

د اوربند په اړه د طالبانو له خپلمنځي سلامشورو خبرو سرچینو اسوشیټید پریس ته ویلي چې د طالبانو د مشرتابه شورا له یوې اوونۍ بحثونو وروسته له اوربند سره موافقه وکړه او مرکچي پلاوی بېرته قطر ته لاړ.

مخکې په یو شمېر راپورونو کې ویل شوي و چې د طالبانو د قطر د دفتر پلاوی پر اوربند له خپلو مشرانو سره د خبرو لپاره کوټې ته تللی دی.

د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سهیل شاهین تېره شپه ناوخته بې له دې چې د اوربند پر سر د طالبانو په منځ کې د موافقې یادونه وکړي په یوه ټویټ کې ویلي، ځینې رسنۍ د اوازو پر اساس راپورونه خپروي چې حقیقت نه لري.

په همدې حال کې د طالبانو یوه بل ویندوی ذبیح الله مجاهد پرون (یکشنبه) د امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي چې د ده له معلوماتو سره سم لا هم د اوربند پر سر د طالبانو د مشرانو ترمنځ سلامشورې روانې دي.

د راپورونو له مخې د مولوي شهاب الدین دلاور په مشرۍ د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر یو درې کسیز پلاوي نژدې یوه اونۍ دمخه پاکستان ته تللی او هلته یې د سولې د لس ورځیني اوربند د ټینګېدو لپاره د طالبانو له مشرانو سره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر غوښتنې سلامشورې کړي دي.