د کابل نادرپښتون واټ دوکاندارانو د لاریونونو ګواښ وکړ

ارشیف

د کابل په نادرپښتون واټ کې د سوځېدليو مارکیټونو دوکانداران وايي، که یې حق ورنه کړل شي نو لاریونونه به وکړي.

د تېر کال د عقرب په نهمه په نادرپښتون واټ کې ۹ مارکیټونه وسوځېدل چې له کبله یې لسګونه ملیون افغانۍ تاوان پېښ شو.

د دغو دوکانونو خاوندان وايي، له دوی سره ولسمشر د سوځېدلیو دوکانونو په ځای کې د نورو دوکانونو د پرانیستلو موافقه کړې خو نور چارواکي د دې ژمنې د عملي کېدو په لار کې خنډ کېږي.

د دوکاندارانو یوه استازي حاجي ظاهر تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "ولسمشر مونږ ته وعده راکړه چې که دا ځای موقت جوړېږي، تاسې به په کې یاست او که چیرې معیاري تجارتي کمپلیکس جوړېږي بیا به هم ستاسي په ۴۹ یا ۵۰ فیصده مشارکت جوړېږي."

د نادرپښتون واټ په خیرخواه، زرنکار، اتفاق او کابل مارکیټونو کې تر ۵۰۰ زیات دوکانونه وسوځېدل.