سیمه ییز چارواکي: د لوګر ۲۱ کلي له وسله والو طالبانو پاک شول

د لوګر مرکز پل علم

د لوګر چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونو د دې ولایت مرکز ته نږدې ۲۱ کلي له وسله والو طالبانو پاک کړي دي.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویندوی څارمن شاهپور احمدزي ازادي راډیو ته وویل، دا کلي د تندر ۲۴ په نوم د عملیاتو په لړ کې د دولت له وسله والو مخالفانو پاک شوي دي.

هغه زیاته کړه: "په دې عملیاتو کې ملي پولیسو ملي امنیت او ملي پولیس برخه لري څو د ولایت د مرکز شاوخوا کلي د دولت له وسله والو مخالفانو پاک شي."

د احمدزي په وینا دا عملیات د جمعې په ورځ پیل شوي او په پاکو شویو سیمو کې به امنیتي خواکونه پوستې جوړې کړي.