د افغانستان د ملي اردو چارواکي وايي، افغان هوايي ځواک په یوه برید کې په تخار کې د دولت ۱۷ وسله وال مخالفان وژلي دي.
۲۱۷ پامیر قول اردو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پرون (یکشنبه) ماسپښین افغان هوايي ځواک د تخار ولایت په دشت قلعه ولسوالي کې پر وسله والو طالبانو برید وکړ چې په نتیجه کې یې د دې ډلې د قاري حسن ګروپ ۱۷ غړي ووژل شول او ۵ نور ژوبل شول.
په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د طالبانو یو رینجر موټر، ۶ موټرسایکلونه او دوه سنګرونه ویجاړ شوي دي.
طالبانو په دې اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.