چارواکي: کاپیسا او پکتیکا کې ۱۱ وسله وال وژل شوي

ارشیف

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې یې په ” هدفمندو “ عملیاتو کې ۸ وسله وال وژلي او ۹ تنه نور یې نیولي دي.

دا خبره د ملي امنیت ریاست نن رسنیو ته په یوې استولې خبرپاڼه کې کړې.

د خپرپاڼې په وینا په دې عملیاتو کې د وسلوالو یو مرکز هم ویجاړ شوی دی.

په عین حال کې فرا کې د ملي اردو چارواکو دغلته د پنځو وسلوالو طالبانو د وژل کېدو ادعا کړې ده.

په فرا کې د ملي اردو د دویمې لوا ویاند حشمت الله احمدي نن ازادي راډیو ته وویل چې پنځه تنه وسله وال په خاک سفید ولسوالۍ کې په یو هوايي برید کې وژل شوي دي.

د احمدي په وینا دا عملیات لا هم دوام لري.

بل خوا د پکتیکا امنیتي چارواکي وایي، چې د دې ولایت د خوشامند ولسوالۍ اړوند د ډیلې په سیمه کې په وسله والو طالبانو برید شوی، چې په پایله کې کې درې تنه طالب وسله وال وژل شوي.

د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمد ارین نن سهار ازادي راډيو ته وویل، چې یاد برید د افغان هوایي ځواکونو له لوري پرون مازدیګر مهال ترسره شوی.

وسله والو طالبانو د حکومتي لوري ددې ادعاوو په اړه تر اوسه تبصره نه ده کړې.