لوګر کې ۱۰۳۲ کیلو چرس او ۲۴۸ کیلو بنګ دانې نیول شوي

لوګر کې چرس نیول شوي دي

د لوګر امنیتي چارواکي وايي، د دې ولایت د مرکز اړوند التمور په سیمه کې په دوو جلا-جلا عملیاتو کې ۱۰۳۲ کیلو چرس او ۲۴۸ کیلو بنګ دانې له یو پیکپ موټر سره نیولي دي.

د شنبې په ورځ د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزي ازادي راډیو ته وویل، د پولیسو او ملي امنیت په دې ګډو عملیاتو کې په دې تړاو دوه کسان هم نیول شوي دي.

هغه زیاته کړه: "د لوګر د مرکز اړوند التمور او سپیس سیمو، پولیسو او ملي امنیت مشترک عملیات ترسره کړي چې په کې تر زر کیلوګرامو زیات چرس او بنګ دانه نیول شوي او دوه کسان یې هم په تړاو نیول شوي."

د ښاغلي احمدزي په وینا، قاچاق کوونکي نشه يي توکي د لوګر له لارې میدان وردکو او وروسته د افغانستان جنوبي ولایتونو ته لیږدوي.

تر دې مخکې د پکتیکا ولایت چارواکي د شنبې په ورځ ویلي وو چې تېره ورځ یې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د دې ولایت په خیرکوټ ولسوالۍ کې وسلوالو پورې تړلې د نشه يي توکو یوه لویه زېرمه له منځه وړې ده.