ایران، روسیه او چین ګډ پوځي تمرینات پیل کړي

ارشیف

د ایران، روسیې او چین ترمنځ ګډ پوځي تمرینات د جمعې په ورځ له چابهار بندر څخه په عُمان سمندرګي او هند سمندر کې پیل شوي دي.

په داسې حال کې چې د تهران او واشنګټن ترمنځ ترینګلتیا دوام لري، د چین او روسیې سره د ایران د سمندري ځواکونو شریک پوځي تمریناتو نن درېمه ورځ ده.

دا ګډ تمرینات د ډیسمبر په 27 مه نېټه د هند په سمندر او د عمان په خلیج کې پیل شوي او د دوشنبې تر ورځې به دوام وکړي.

د همغږۍ په چارو کې د ایران د پوځ مرستیال امیرالبحر حبیب الله سیاري پرون وویل، له روسیې او چین سره به د دې هیواد ګډ پوځي تمرینات په راتلونکې کې هم دوام وکړي.

ځکه د ده په وینا دا ډول پوځي مانورۍ د هند د سمندر په شمال کې د ایران پوځي وړتیاوې زیاتوي.

د ایران د پوځي چارو یو ترکیه میشتې څېړونکي اقايي جباني حسین د ایران، روسیې او چین ترمنځ دې شریکو پوځي عملیاتو ته په اشارې د ازادۍ راډیو فردا څانګې ته وویل: "د تمریناتو د پوښښ د پراختیا له نظره، دا چې د هند سمندر او عمان سمندرګي ترمنځ 17 زره کلیومتره مربع سیمه د دې تمرینونو تر پوښښ لاندې ده، او دا چې ایران، روسیه او چین په کې ګډون لري، نو د ایران او امریکا ترمنځ روانې ترینګلتیا ته په پام دا یو کم سابقه حرکت دی."

دا تمرینونه د ایران په جنوب ختیځ کې پاکستان ته نږدې د عمان سمندرګي له چاه بهار بندر پیل شوي.

د ایران دولتي تلویزون د دې هېواد د سمندري ځواکونو د قومندان امیرالبحر حسین خانزادي له خولې ویلي چې دا تمرینونه د سمندري لارو د امنیت د ټینګښت لپاره ډېر مهم دي.

د ایران د سمندري ځواکونو قومندان امیرالبحر حسین خانزادي

روسیې دا شریک پوځي تمرینات د سمندري همکارۍ یوه بې ساري بېلګه بللې ده.

د چین د دفاع وزارت ویاند وو قیان د پنجشنبې په ورځ ددې شریکو پوځي تمرینونو په اړه وویل: "دا شریک تمرینات به د دې درې هېوادونو د سمندري ځواکونو ترمنځ همغږي، همکاري او اړیکې پیاوړې کړي."

د ښاغلي قیان په وینا د شي نینګ په نوم د چین د توغندیو ضد رهبري شوی سیستم به هم په دې پوځي تمرینونو کې وکارول شي.

د چین د دفاع وزارت ویاند وو قیان

ایران د روسیې او چین سره دا ګډ سمندري پوځي تمرینات په داسې حال کې کوي چې د امریکا او ایران ترمنځ ترینګلتیا دوام لري او د فارس په خلیج کې له یو لړ بریدونو وروسته چې امریکا او متحدانو یې پړه پر ایران واچوله، امریکا په دې سیمه کې د سمندري امنیت د ټینکښت ماموریت پر غاړه اخیستی.

ایران په فارس خلیج کې بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي.

د فرانسې په مشرۍ د یو شمېر اروپايي هېوادونو سمندري ځواکونه هم په دې سیمه کې د سوداګرۍ د ټرانزیټ په امنیت کې رول لري.

توکیو هم د ډیسمبر په ۲۶ مه نېټه د جاپاني بیړیو د خوندیتوب په خاطر دې سیمې ته د جنګي بیړیو او پوځي الوتکو استول تصویب کړل.