په افغانستان کې د هوايي دهلیزونو د کار له پیل څخه تراوسه لس زره او ۷۰۰ ټنه افغاني تولیدات بهر ته صادر شوي دي.
د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند سمیر رسا نن ازادي راډيو ته وویل،چې دغه کالي په څه باندې یو زرو ۴۴ پروازونو کې اسیايي، اروپايي او عربي هېوادونو ته صادر شوي دي.
نوموړي وویل، چې د افغانستان محصولات هره ورځ له کابل، کندهار، مزار او هرات څخه په دریو یا څلورو پروازونو کې بېلابېلو هېوادونو ته انتقالېږي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د بلخ د سوداګرۍ خونې ویلي، چې له بلخ څخه اروپا ته د هوايي دهلیز کارونه په ځنډ سره ترسره کېږي او په تېر یوه کال کې یوازې لس ټنه سوداګریز توکي لندن ته انتقال شوي دي.