د هوا د ککړتیا د مخنیوی ارګانونه وایي چې په کابل ښارکې د هوا د ککړتیا د مخنیوي په برخه کې د ولسمشر غني لارښوونه د یکشنبې له ورځې عملي کېږي.
په دې برخه کې مهمو ښکیلو ارګانونو وویل چې د دې لارښوونې په عملي کولو کې هېڅ استثنا نشته او که اړتیا وي له زور څخه به هم کار واخیستل شي.
د آزادي راډیو خبریال نسیم شفق په دې هکله د چاپیریال ساتنی د ملي ادارې له مسلکي مرستیال عزت الله صدیقي، د کابل ښاروالۍ د ښاري خدماتو له مرستیالې مهتاب عالمي او د کورنیو چارو وزارت له ویاند نصرت رحیمي سره بحث کړی، چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5