بریټانیا افغان ډاکتر نوروز "حقمل" ته د روغتیا د اتل جایزه ورکړې

نوروز حقمل هغه افغان دی چې د ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړیو کې د افغانستان پارلمان هم د روغتیا اتل وباله.

د بریټانیې د بهرنیو چارو وزارت یوه افغان ډاکټر ته په روغتيايي برخه کې د نه ستړې کېدونکي خدمت په خاطر د روغتیا د اتل جایزه ورکړه.

نوروز حقمل هغه افغان دی چې د ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړیو کې د افغانستان پارلمان هم د روغتیا اتل وباله.

ده د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې تر دوه نیمو زرو زیاتو میندو ژوند ژغورلی او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې یې پروګرامونه عملي کړي دي.

ملالۍ بشير له ښاغلي حقمل سره پر همدې موضوع مرکه کړې ده او په سر کې يې پوښتلي چې دا څه ډول جایزه ده او ولې ده ته ورکړل شوې ده، چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

ډاکتر نوروز ته د اتل جایزې ورکړې راپور