د ګازو نللیکې پر غځونکو شرکتونو د امریکا پر بندیزونو د اروپايي کمېسیون نیوکه

‎د اروپایي کمیسیون مشره اورسولا وان در لیېن

‎د اروپایي کمیسیون مشرې اورسولا وان در لیېن د ډېسمبر په ۲۷مه نېټه د امریکا پر هغه قانون نیوکه وکړه چې پر اروپايي شرکتونو ځکه بندیزونه لګوي چې د روس د طبیعي ګازو نللیکه غځوي.

دا نل لیکه نورد ستریم دوه نومېږي چې تر جرمني غځول کېږي.

‎مېرمن وان در لیېن زیاته کړه: "اروپایي کمېسیون پر اروپايي شرکتونو دا بندېز ردوي ځکه چې دوی پر داسې پروژې کار کوي چې له قانون سره سمه ده."

‎د امریکا د بندېزونو له کبله یوه سویس شرکت لا وار دمخه له پر دې دوه زره څلور سوه شپېته کیلو مټره اوږدې نللیکې کار ودرولی دی.

دا نللیکه له بالټیک سمندره تېرېږي.

‎د روس صدراعظم دیمیتري مدویدیف په دې وروستیو کې ویلي وو چې د دې بندېزونو له کبله ښايي د ګازو د دغې پروژې کارونه دوه میاشتې وځنډېږي خو دا اقدام به ‌‌‌‌‌‌ډېر ویجاړوونکی نه وي.

‎د جرمني د مالیې وزیر اولاف شکولز تېره اونۍ د امریکا بندېزونه د جرمني او اروپا په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې وه.

خو واشنګټن وايي د ګازو دا نللیکه به پر اروپا د روسيې اغېز زیات او د ختیځو اروپايي هېوادونو اغېز کم کړي.