م م: د تاوتریخوالو له امله د سوریې له ادلیبه لسګونه زره ملکیان وتلي

په ادلیب ولایت کې مرات النعمان ښار او شا او خوا کلي يې په بشپړه توګه له اوسېدونکو تش شوي دي.

د ملګرو ملتونو د مرستو همغږۍ اداره یا اوچا وايي، د سوريې په ادلیب ولایت کې په نويو تاوتریخوالو کې لسګونو زره ملکیان اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي.

ملګري ملتونه وايي، د سوريې په شمال کې په ادلیب ولایت کې د تاوتریخوالي زیاتېدو له کبله دوه لکه او پنځه دېرش زره ملکیان په تېره یوه مياشت کې له سیمې تښتېدلي دي.

رویټرز خبري اژانس د ملګرو ملتونو د مرستو همغږۍ ادارې یا اوچا له قوله پرون راپور ورکړی چې تر ټولو زیات ملکیان د ډېسمبر له ۲۵مې نېټې راهیسې له ادلیب ولایته وتلي دي.

اوچا په خپل نوي راپور کې ویلي چې د سوريې په شمال لویديځ کې د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره په ادلیب ولایت کې ملکیان یو ځل بیا له سخت وضعیت سره مخامخ شوي دي.

په راپور کې راغلي چې په ادلیب ولایت کې مرات النعمان ښار او شا او خوا کلي يې په بشپړه توګه له اوسېدونکو تش شوي دي.

مرات النعمان ښار د سوريې له مهمو ښارو یو دی چې د بشار اسد د رژیم وسله وال مخالفان يې اداره کوي.

د بشار اسد ملاتړيو ځواکونو په دې وروستیو کې په دې ښار کې د پرمختګ خبر ورکړی او د بشار اسد ملاتړي هیواد روسیې - هوايي حملې په دغو عملیاتو کې برخه لري.

ابو الماجد ناصر چې له خپلې کورنۍ سره یې په دې وروستیو کې د ترکیې پولې ته پناه وړې ده، رويټرز خبري اژانس ته ویلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین غواړي د سوريې هر اوسېدونکی چې د بشار اسد مخالف وي، له منځه یوسي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

مسکو او دمشق په سوریه کې پر ملکیانو د بمباریو اړوندې ادعاوې ردوي او وايي دوی یوازي د سخت دريځو پر وړاندي جګړه کوي.

عیني شاهدان او مرسته رسوونکې ادارې وايي چې پر ادلیب ولایت په دې وروستیو کې زیاتو شویو حملو دا سیمه په خرابه بدله کړې او لسګونو روغتیايي مرکزونه یې له منځه وړي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوريې وروستی وضعیت ټولوژنه بللې ده.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ پر خپله ټويټر پاڼه ولیکل: "روسیه، سوریه او ایران په ادلیب ولایت کې د زرګونو بې ګناه ملکیانو د وژلو په حال کې یا هم د وژلو په درشل کې دي، ټولوژنه کوي، ترکیه هڅې کوي چې دا ټولوژنه ودریږي."

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د سوریې ادلیب ولایت له یو څو مودې راهيسي د بشار اسد د مخالفانو د جبهې لومړۍ کرښه ده.

د سوریې پوځ د ایران او روسیې د حملو په ملاتړ په تېر یوه کال کې د سوريې د رژیم د مخالفانو پر مرکزونو سختې حملې کړي دي چې په نتيجه کې يې ګڼ ملکیان خپلو کورو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان روانه اوونۍ وویل چې هېواد يې د سوریې د پناه غوښتونکو د نوي سېل توان نه لري.