د روسیې پولیسو یو ځل بیا د یوه سیاسي مخالف پر دفتر هجوم وروړی

د روسیې پولیسو پرون غرمه مهال یو ځل بیا په مسکو کې د سیاسي مخالف الکسي ناوالني پورې اړوند د فساد پر وړاندي مبارزې پر دفتر یرغل وروړ.

ناوالني ویلي چې دا اقدام رسما د دې دفتر د مدیر ایوان ژدانوف پر وړاندي د جنایې ارزوني د یوې برخې په توګه ترسره شوی دی.

د ده په وینا ژدانوف له یوټیوب څخه د هغې ویډیو له لرې کولو ډډه کړې وه چې د صدراعظم دیمتري مدودیف د پټي شتمنۍ د ارزونې سره یې تړاو درلود.

هغه وویل: "د قانون د تنفیذ افسران لږ وړاندي د اف بي کې دفتر ته راغلل څو زموږ وسایل ضبط کړي. دا کارونه تل د پنجشنبه په ورځو کیږي، ځکه زما ژوندۍ خپرونه چې ډیر لیدونکې لري، د پنجشنبه په ورځ خپریږي.هغوی هڅه کوي موږ مجبور کړي چې دا فلم لیري کړو."

ناوالني وایې، دا ویډیو به په هیڅ ډول فشارونو سره لیري نشي.

مدودوف دا ویډیو چې دی پکي په فساد تورن شوی ، له وړاندي رد کړې ده.