ارزگان کې د ماین چاودنې درې ملکیان ووژل او درې نور یې ټپيان کړل

د ارزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې په یوې بمې چاودنې کې درې ملکي وګړي وژل شوي او د عامي روغتیا د رییس په ګډون درې تنه ټپیان شوي دي.

د ترینکوټ ښار د لومړۍ امنیتي حوزې آمر نظر محمد آزادي راډیو ته وویل، ماین په یوه زرنج موتر کې ځای پرځای شوی وو او پرون داسې مهال وچاودېد چې د عامي روغتیا د رییس موټر له سیمې تيريده.

د پیښي یوه عیني شاهد آزادي راډیو ته وویل: "دا زرنج له ډېره وخته دلته ولاړ وو. زه یو ځل له دې لارې تېر شوم، زرنج همدلته وو، خو کور ته له رسېدو سره د چاودنې غږ شو. بېرته راغلم یوه ښځه او نارینه پر موټر سایکل سپاره ول او اور بل وو، ما هغوی ترې لیري کړل."

تر اوسه د دې چاودنې مسولیت چا نه دی منلی.