چین، روسیه او ایران نن ګډ پوځي تمرینات پیلوي

چین، روسیه او ایران نن جمعه د هند په سمندر او عمان خلیج کې ګډ پوځي تمرینات پیلوي.

دا اقدام داسې مهال کیږي چې په سیمه کې د امریکا متحده ایالاتو او ایران ترمنځ لانجې دوام لري.

د ایران لپاره د دې پوځي تمریناتو هدف په سیمه کې د نړیوالي سوداګرۍ د امنیت ټینګښت او د تروریزم او سمندري غلاوو پر ضد مبارزه ده.

د ایران د وسوالو ځواکونو ویاند جنرال ابولفضل شکارچي په یوې خبري غونډې کې د دغو پوځي تمریناتو په اړه وویل: "د دې تطبیقاتو یو له مهمو اهدافو څخه دا دی چې د درېیو هېوادونو ترمنځ تجربې تبادله کیږي او هدف یې له تروریزم او سمندري غلاوو سره مبارزه ده."

دا ګډ پوځي تمرینات چې نن جمعه (ډسمبر ۲۷مه) پیلیږي د ډسمبر تر دیرشمي دوام کوي.

دا د ایران، چین او روسیې ترمنځ لومړنۍ پوځي مانورونه دي چې د هند سمندر په شمال او عمان خلیج کې ترسره کیږي.

بلخوا د چین د دفاع وزارت ویاند د دې ګډو پوځي تمریناتو هدف د درېیو هېوادونو د سمندري ځواکونو ترمنځ د همکارۍ لاټینګښت یادوي.

رویترز خبري آژانس لیکلي چې وو چیان د پنجشنبې په ورځ یې په خپله میاشتنۍ خبري غونډه کې ویلي، چین به د رهبري شویو راکټونو د شنډولو دستګاه هم دې پوځي تطبیقاتو ته واستوي.

نوموړي دا ونه ویل چې په دې پوځي تمریناتو کې به څومره پرسونل ګډون وکړي.

د چین چارواکي دا د درېیو هېوادونو د پوځي قواوو ترمنځ نورمال پوځي تطبیقات بولي چې له نړیوالو قوانینو او نورمونو سره سم ترسره کیږي.

د چین د دفاع وزارت ویاند پرته له دې چې نور جزییات ورکړي وویل چې دا تمرینات د سیمي له وضعیت سره تړاو نلري.

د چین، روسیې او ایران دا پوځي تمرینات داسې وخت کیږي چې د ایران له اټومي تړونه د امریکا د وتلو پر سر د واشنګټن او تهران اړیکې ترینګلې دي.

راپورونه وایې، پر ایران د امریکا د اقتصادي بندیزونو له ډېرېدو سره، تهران اوس له روسیې او چین سره د پوځي همکاریو او اړیکو په لټه کې دی. په همدې حال کې د چین او روسیې سمندري ځواکونو حضور د ایران په جنوبي بندرونو کې ډېر شوی دی.

د هند سمندر او د عمان خلیج د نړیوالې سوداګرۍ مهمې سیمې پاته شوي او د ایران د پوځي چارواکو په خبره د دې اوبو لارو امنیت هم یوه مهمه دنده ګڼل کیږي.

وروسته له دې چې روان کال په فارس خلیج او عمان اوبو کې پر سوداګریزو کښتیو بریدونه وشول، امریکا او عربستان پر ایران تور پورې کړ چې په دې بریدونو کې لاس لري، خو تهران دا تورونه رد کړل.

تر هغو بریدونو وروسته امریکا د کښتو د لېږد د امنیت لپاره د ایران په جنوبي اوبو کې یو ایتلاف جوړ کړ چې عربستان، امارات، کویت، بحرین، قطر، بریتانیا، البانیا او استرالیا یې غړي دي.

چین له ایران سره نژدې دیپلوماتیکې او سوداګریزي اړیکي لري، خو په عین وخت کې چین په سیمه کې د ایران له عمده سیال سعودي عربستان سره هم ښې اړیکي لري.

تمه ده د چین ولسمشر شي جین پینګ راتلونکی کال سعودي عربستان ته چې په ۲۰۲۰ کال کې د جي-۲۰ هیوادونو د سرمشریزې کوربه توب کوي، سفر وکړي.