د ترکیې په سواحلو کې د یوې کښتۍ ډوبېدو کې افغان کډوال هم مړه شوي

ارشیف

د ترکیې په ختیځ سواحلو کې نن د یوې کشتۍ د ډوبیدو په پيښه کې د افغانانو په ګډون اوه کډوال مړه شوي دي.

د ترکیې حکومت په یوه بیان کې وویل چې دا پیښه د ترکیې د بیتلس ولایت ختیځ په وان خلیج کې شوې.

په بیان کې ویل شوي چې په دغه کشتۍ کې د افغانستان، پاکستان او بنګله دېش ۷۱ غیرقانوني کډوال سپاره چې اوه یې مړه شوي او نور یې ژغورل شوي دي.

په بیان کې په دې اړه چې د قربانیانو څو یې افغانان دي نورجزیات نه دي ورکړل شوي.

رویترز د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې راپور ورکړی چې تېر ۲۰۱۸ کال ۲۶۸ زره غیرقانوني کډوال په ترکیه کې نیول شوي دي.