کندز کې د وژل شوي امریکايي سرتېري مړی امریکا ته ولېږدول شو

ارشیف

د هغه امریکایي پوځي مړی امریکا ته ولیږدول شو چې روانه اوونۍ د دوشنبې په ورځ د افغانستان په کندز ولایت کې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې وژل شوی و.

پنتاګون ویلي چې ۳۳ کلن مایکل ګلوب چې د پوځي عملیاتو په مهال په چاودنه کې ټپي شوی، وروسته له یې اخیستو ټپونو ساه ورکړه.

طالبانو د دې حملې مسولیت اخیستی و.

د امریکا د دیلاورایالت په دویر هوایي اډه کې په هغو مراسمو کې چې د امریکا پوځ دغه پوځي ته د درنښت په نوم یاد کړي، د امریکا د ملي د امنیت سلاکاررابرټ اوبراین او د امریکا د پوځ د لوی درستیز جنرال مارک میلي په ګډون یوشمېر جګپوړو چارواکو ګډون کړی و.

د دغه سرتیري په وژل کېدو سره د روان میلادي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د امریکایې وژل شویو سرتېرو شمېر شلو ته ورسید.