د بلخ دولت اباد ولسوالۍ کې "۱۵ دولتي سرتېري وژل شوي"

د افغانستان دفاع وزارت په بلخ کې پر یوې امنیتې پوستې د دولت د وسله والو مخالفینو په یوه برید کې د لږترلږه اوو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکوي، خو سیمه ییزچارواکي د وژل شویو سرتېرو شمېر شاوخوا پنځلس تنه بولي.

د دې وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن ازادي راډیو وویل: "وسله والو دا حمله د بلخ د دولت آباد ولسوالۍ پریوې امنیتي پوستې کړې چې په نتیجه کې یې اوه سرتیري وژل شوي او درې سرتیري او د ملي امنیت درې تنه کارکونکي هم ټپیان شوي دي".

د ښاغلي امان په وینا په دې اړه چې دغه حمله څه ډول شوې پلټنه پیل شوې ده.

خو رویترز خبري آژانس د دولت آباد د ولسوال محمد یوسف له قوله خبر ورکوي چې د وسله والو طالبانو په دې حمله کې د ملي اردو او د ملي امنیت پنځلس سرتیري وژل شوي دي.

طالبانو چې د بلخ په دې ولسوالۍ کې فعال دي، د دغې حملې مسولیت یې هم اخیستې دی.