ایران د اراک ریکټور د درنو اوبو اصلاح شوې برخه کې بدلون راوستی

د اراک ریکتور د درنو اوبو برخه

د ایران د اټومۍ انرژۍ چارواکي وایي دوی د ډیسمبر پر ۲۳ د اراک ریکتور د درنو اوبو په یوه اصلاح شوې برخه کې بدلون راوستی دی.

دا هغه اقدام دی چې د راپورونو له مخې کولی شي دا هېواد د پلاتینیوم د تولید هغه سطحې ته یو بل ګام ور نږدې کړي چې د اټومي وسلو لپاره کارول کېږي خو دا کار له نړیوالو قدرتونو سره د ایران څلور کلن اټومي تړون هم نه نقض کوي.

رویټرز خبري آژانس د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې د مشر علي اکبر صالحي له قوله لیکي چې وایي د ډیسمبر پر ۲۳ مه یې د دې افشا ګرۍ وروسته وویل: "مونږ نن د ریکتور یوه ارزښتناکه برخه پیلوو."

چارواکي وایي د اراک بشپړ نوی شوی ریکتور به د ۲۰۲۱ میلادي کال په لومړیو کې لومړنیو آزموینو ته چمتو شي.

چارواکي وایي دا ریکتور به طبې او کرنیز مواد تولید کړي.

وروسته له هغه چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې امریکا متحده ایالات د ایران له اټومي تړونه ووتله، د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچونه ډیر او هم په منځني ختیځ کې لانجې ډیرې شوي دي.