سوداګرۍ او صنایعو خونه: جوزجان کې ډیری مواصلاتي لارې تړل شوي

ارشیف

د جوزجان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د نا امنیو له امله اکثره مواصلاتي لاري تړل شوي او د دوی کارونه په ټپه درېدلې دي.

د دغې خونې یو مسوول یولبرف عطایي نن ازادي راډيو ته وویل: "د جوزجان ولایت ټولې ولسوالۍ نا امنه دي،ټولې مواصلاتي لارې بندې دي، خلک او سوداګر له ګڼو ستونزو سره مخ دي."

نوموړي وویل، په لویو لارو کې له د وسلوالو له خوا له سوداګرو باج اخېستل بله هغه ستونزه ده چې اکثره سوداګر ورسره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې په لویو لارو کې د باج اخیستلو له په تړاو مخکې هم د سوداګرو له خوا ګڼ شکایتونه شوي دي.