اسرائیل په بیت المقدس او لویدیځه غاړه کې کرسمس جشن ته اجازه ورکوي

ارشیف

اسرائيل له خپلې مخکنۍ پرېکړې شا ته شو اوس به په غزې تاړانګه کې مېشتو عيسويانو ته اجازه ورکوي چې د کرسمس جشن د لمانځلو لپاره بيت المقدس او لوېديځې غاړې ته سفر وکړي.

د کوګات (COGAT) په نوم د اسرائيل دفاعي اداره چې د فلسطينيانو ملکي چارې سمبالوي پرون وويل، دغه اجازه به بې له دې چې د چا عمر ته پام وشي، له امنيتي ارزونو سره سمه ورکول کېږي.

اسرائيل له غزې تاړانګې بهر د خلکو پر ګرځېدو راګرځېدو سخت قيودات لګولي دي.

دا هغه قلمرو دى چې حماس ډله يې کنټرولوي او اسرائيل دغه افراطي ډله تروريستي سازمان ګڼي.

کوګات ادارې تر دې مخکې ويلي وو عيسويان کولاى شي بهر ته سفر وکړي خو دوى به اجازه ونه لري چې اسرائيل يا هم اشغال شوې لوېديځې غاړې ته سفر وکړي.

خو دغې ادارې پرون په ټويټر کې وويل، چې رئيس يې د کرسمس د جشن په مناسبت د غزې د عيسوي وګړو د سفر سهولتونه تمديد کړل.

د اټکل له مخې په غزه کې شا و خوا ١٠٠٠ تنه عيسويان ژوند کوي، چې اکثره يې د يونان ارتدوکسان ځينې کاتوليکان دي.

په غزه کې شا و خوا ٢ میليونه وګړي مېشت دي.