افغانستان کې یو امریکايي سرتېری وژل شوی

ارشیف

د امريکا د متحدو ايالتونو پوځ وايي يو امريکايي عسکر نن دوشنبه په افغانستان کې د پوځي عملياتو پر مهال وژل شوى دى.

دغو ځواکونو په خپله اعلاميه کې په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي او د وژل شوي سرتېري نوم يې هم نه دى په ډاګه کړى.

ذبيح اله مجاهد چې ځان د وسلوالو طالبانو وياند معرفي کوي، د دغه امريکايي سرتېري د وژلو مسووليت منلى دى.

مجاهد ادعا کړې، چې طالبانو د کندوز په چهاردره کې يو موټر منفجر کړى چې په نتيجه کې يې يو امريکايي او يو افغان سرتېرى ټپيان شوي هم دي.

په ٢٠١٩ میلادي کال په افغانستان کې نږدې ٢٠ تنه بهرني سرتېري وژل شوي دي.

دا مهال په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو پوځيانو شمېر شا و خوا شلو زرو ته رسېږي، چې ډېرى يې امريکايان دي.

دوى د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموريت په چوکاټ کې د افغان ځواکونو د روزنې، همکارۍ او سلامشورې چارې پرمخ بيايي.

ځينې امريکايي ځواکونه د افراطي ډلو پرضد د ټروريزم ضد عمليات هم کوي.