غني او عبدالله د لومړنیو پایلو مخکښ نوماندان

محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د دغو پایلو له مخکښو نوماندانو څخه دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د دغو پایلو له مخکښو نوماندانو څخه دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې دوی خپل کار په پوره امانتدارۍ سره ترسره کړی او وروسته له دې د ټاکنو شکایاتو کمېسیون مسؤلیت دی.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم د لومړنیو پایلو اعلان د ټاکنو خپلواک کمېسیون لهخوا د تقلبي پایلو اعلان بولي او وايي چې د تقلبي رأیو پر وړاندې درېږي او د دوی د قانوني غوښتنو پرته پایلې نه‎مني او له هر راز قانوني لارې به د خلکو د رأیو دفاع وکړي.

په دغې خپرونه او بحث کې د افغانستان د ټاکنو شکایاتو کمېسیون یوه ویانده زرمینه حق‎جو کاکړ، د دولت‎ساز ټیم یو ویاند جاوېد فیصل، د ثبات او هم‎پالنې ټیم یو ویاند پاینده محمد حکمت او د افغانستان د ټاکنو روڼوالي څار بنسټ فیفا ویانده سمیرا رسا حضور لري.

د ​د دې خپرونې د اورېدو لپآره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

ټاکنو په اړه ګردی میز