د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي دوى ونه توانېدل د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې پرون شنبه اعلان کړي.
دغه کمېسيون يوه غړي مولانا محمد عبداله پرون په خپل فېسبوک پاڼه کې ليکلي: "اوس چې د افغانستان پر وخت د شپې دوولس بجې او پنځلس دقيقې دي، ونه توانېدو نتايج اعلان کړو."
احتمال لري چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د تلې/ ميزان د شپږمې د ټاکنو لومړنۍ نتيجې نن يکشنبه اعلان کړي.
کميسيون ويلي چې په ټولو ولايتونو کې يې د رايو د بياشمېرنې او تفتيش پروسه بشپړه شوې ده.