طالبانو جوزجان کې نږدې ۳۰۰ سرتېري کلابند کړي

ارشیف

وسله والو طالبانو د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د انتن په نوم پوسته کې شااوخوا درې سوه افغان امنیتي سرتیري کلابند کړي دي.

د درزاب د سیمه ایز پولیسو قومندان نصرت الله نن ازادي راډیو ته وویل، په دې محاصره شوي سرتېرو کې د ملي اردو، ملي پولیسو، ملي امنیت او سیمه ایزو پولیسو سرتیري شامل دي.

د نوموړي په وینا، دوی د غره په لوړه کې بند پاتې دي او حکومت یې د خلاصون لپاره تر اوسه هېڅ ډول هڅه نه ده کړی.

د انتن په پوسته کې محاصره شویو سرتېرو خبرداری ورکړی، که دوی کافي تجهیزات او اعاشه ونه رسیږي له ناورین سره مخ کیدای شي.

خو په شمال کې د شاهین قل اردو ویاند حنیف رضايي وايي، د هوا له ښه کېدو سره سم به دا سرتېري له د هوا له لارې شبرغان ته انتقال کړي او یا به هم اکمالات ور ورسول شي.

هغه زیاتوي: "دا مهال هوا ډیره خرابه ده. پریکړه مو کړې چې د درزاب قطعات اکمال کړو او یا یې شبرغان ته انتقال شي. په دې پلان کار روان دی."

درې میاشتې مخکې چې کله د جوزجان د درزاب ولسوالي، د طالبانو لاس ته ولویده، په دې ولسوالۍ کې ځای پرځای شوي امنیتي ځواکونه اړه شول څو د انتن لوړې ته شاتګ وکړي، او له هماغه راهېسې په دې ځای کې له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.