لویدیځ میشتو افغان هنرمندانو له استاد ګل زمان سره نقدي مرسته وکړه

افغان سندرغاړی استاد ګل زمان

په لوېدیځ کې افغان هنرمندانو د افغانستان له مشهور سندرغاړي استاد ګل زمان سره چې د ده په خپله خبره له اقتصادي ستونزو سره مخ دی نقدي مرسته وکړه.

استاد ګل زمان چې په دې ورستیو کې د اریانا خصوصي تلویزیون په یوې خپرونه کې راڅرګند شو له خپل اقتصادي ژوند یې شکایت وکړ او په خپل دې حالت یې اوښکې تویې کړې چې تر هغې ورسته د یو شمېر افغان سیاستوالو، سوداګرو او هنرمندانو پام ورواوښت.

تازه په لوېدیځ کې یو شمېر افغان هنرمندانو هم له استاد ګل زمان سره نقدي مرسته کړې.

دا مرسته بیګاه د طلوع خصوصي تلویزیون د افغان ستوري په پروګرام کې د وتلو افغان سندرغاړو فرهاد دریا او اریانا سعید له خوا ښاغلي ګل زمان ته وسپارل شوه خو رقم یې اعلان نشو.

استاد ګل زمان وايي، ده خپلو هم مسلکو ته د مرستې نه وه ویلي خو هغوی یې لاس نیوي ته راودانګل.

نوموړی له افغان حکومت هم غواړي چې د افغان هنرمندانو ژوند او ورسره مرستې ته جدي پام واړوي.

ګل زمان د افغانستان یو پخوانۍ مطرح سندرغاړی دی چې افغان موسیقۍ ته د پراخ کار له امله د استادۍ رسمي لقب هم ورکړل شوی دی.

نوموړی د دې تر څنګ چې خپل سندرې وايي، د افغان مشهور سندرغاړي احمد ظاهر په ګډون یې د لسګونو افغان سندرغاړو سندرې کمپوز کړې دي.

په ورته وخت کې، د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند محمد صابر مومند هم وايي چې، چې پنځوس کسو هنرمندانو هر یو سره به د پنځوس زره افغانیو مرسته وشي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې هم یو شمېر هنرمندانو دوی ته د حکومت د نه پاملرنې له امله انتقادونه کړي دي.