مودي د هند امنیتي وضعیت په اړه د وزیرانو شورا غونډه جوړه کړې

د هند صدراعظم نریندر مودي

د هند صدراعظم نریندر مودي نن د خپل هیواد د امنیتي وضعیت د څیړنې لپاره د وزیرانو د شورا غونډه دایره کړه.

په هند کې په وروستیو کې د لارین کوونکو او پولیسو ترمنځ د شخړو پرمهال لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او تر ۴۰۰۰ ډیر نیول شوې دي.

دا اعتراضونه وروسته تر دې پیل شول چې د هند پارلمان د ډیسمبر په ۱۱ مه یو جنجالي قانون تصویب کړ.

د دې قانون له مخې د افغانستان، پاکستان او بنګله دیش هغه کسان چې مسلمانان نه دي او په هند کې قانوني اوسېدلي دي، د هند تابعیت ترلاسه کولی شي.

د دې قانون پرضد پرون هم په نوې ډیلي کې لاریونونه وکړل.

د انتقاد کوونکو په باور دا قانون د هند د صدراعظم مودي د هغه اجنډا یوه برخه ده چې غواړي د هند شاوخوا دوه سوه میلیونه مسلمانان تر فشار لاندې راولي خو د مودي په مشرۍ د بهاراتیا جاناتا ګوند وایي، د دې قانون هدف دا دی چې هند هغو کسانو ته پناه ورکوي چې د مذهبي ځورونو له امله تیښتې ته مجبوره شوې دي.