ټاکنو کمېسیون: د ټاکنو لومړنیو پایلو اعلان لپاره بشپړ چمتوالی لرو

ارشیف

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارلانشا ریس وايي، له تخنیکي پلوه د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان لپاره په بشپړه توګه چمتووالی لري.

حبیب الرحمان ننګ د جمعې په ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د هغو اوو ولایتونو د بیا شمېرنې او تفتیش نتایج چې مخکې له دې پروسې پاته شوي وو، نن د شپې تر ناوخته د رایو د جمع بندۍ د ملي مرکز د معلوماتي ټیکنالوژۍ د ټيم له خوا سیستم ته داخلیږي.

ده زیاته کړه: "سبا به وروسته موږ د اوو ولایتونو راپور له کمیسیون سره شریک کړو چې د کمیسیون له پریکړې وروسته به موږ ابتدايي نتایج اعلان شي، په تخنیکي لحاظ مونږ سبا په بشپړه توګه د لومړنیو نتایجو د اعلان لپاره امادګي لرو."

که څه هم ښاغلي ننګ د لومړنیو نتایجو د اعلان د ورځې په اړه څه ونه ویل خو تر دې مخکې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات د جمعې په سهار ازادي راډیو ته وویل چې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې به د شنبې يا یکشنبې په ورځ اعلان شي.

ټاکل شوې وه چې د میزان د شپږمې نېټې د ولسمشرۍ د ټاکنو پایلې د میزان په ۲۷ مه نېټه اعلان شي.