"افغانستان به ترپایه د نړیوالې ټولنې د اوږو پېټی نه اوسي"

ښاغلي مینه پال وویل، د افغانستان اقتصادي وده د حکومت په اساسي پروګرامونو شامله ده.

د افغانستان په اړه د یوه امریکايي سناتور لېنډسي ګراهام تر څرګندونو وروسته د ولسمشر اشرف غني مرستیال ویاند دواخان مینه پال وايي، افغانستان به تر پایه د نړیوالې ټولنې د اوږو بار نه وي.

ښاغلي ګراهام ویلي چې د بهرنیو ځواکونو کمېدو سره باید افغانستان د پخوا په څېر د بهرنیو مرستو تمه ونه لري.

ښاغلي مینه پال وویل، افغانستان د سیمې له هېوادو سره د سوداګریزو لارو جوړولو ترڅنګ، د پرمختګ او پراختیا پر لور موثر ګامونه پورته کړي او هڅه کوي چې پرځان بسیاینې ته ورسیږي.

نوموړي وویل، د افغانستان اقتصادي وده د حکومت په اساسي پروګرامونو شامله ده.

"د افغانستان حکومت نه غواړي چې،ترپایه د نړیوالې ټولنې د اوږو پیټی وي. افغانستان اوس له اقتصادي پلوه په کورنیو او سیمه ییزو فرصتونو کارکوي چې عواید یې په سمه توګه راټول شي. افغانستان پر ځان د بسیاینې لپاره هڅې تیزې کړي دي".

امریکايي سناتورلیندسي ګراهام د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي، افغانستان باید په دې تمه نه وي چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به ورسره د پراختیايي پروژو لپاره د پخوا په شان د نورو هیوادونو مرستې ادامه ولري.

ګراهام ویلی، د سیمې هېوادونه باید له افغانستان سره په مرستو کې نقش ولري چې امنیتي ځواکونه وتوانیږي ترهګر وځپي.

هغه ټینګار کړی چې په افغانستان کې د وضعیت د ښه والي نښې نښانې لیدل کیږي چې د بهرنیو ځواکونو وتلو ته به زمینه برابره کړي.

دا خبرې په داسې حال کې کیږي چې اوسمهال د افغانستان ۵۴ فیصده خلک د بیوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او ورسره د دغه هېواد ټوله پراختیايي او ۴۰ فیصده عادي بودجه له بهرنیو مرستو تمویلږي.

ښاغلي ګراهام ویلي، افغانستان باید په دې تمه نه وي چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به ورسره د پراختیايي پروژو لپاره د پخوا په شان د نورو هیوادونو مرستې ادامه ولري.

اقتصاد پوهان وايي، افغانستان اوس د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړ دی او د دغو مرستو کمیدل او یا نه ورکړه کولی شي منفي اغیزې ولري.

عبدالله واحدیار ازادي رادیو ته وویل: "افغانستان د تېرو کلونو په پرتله کوټلي ګامونه پورته کړي او تریوه حده په ښه حالت کې دی. خو نه شو ویلی چې د نړیوالي ټولنې له مرستو پرته پوځي او د زیربنايي پروژو لوړ لګښتونه د حکومت له بودجي تمویل کړو. په هرصورت ددغو مرستو کمېدل او یا بندېدل کولی شي حالت نورهم ټکنی او ځنډنی کړي."

امریکايي سناتور دغه خبرې له هغې وروسته کړي چې په دې وروستیو کې یوې امریکايي رسنۍ راپور ورکړ د امریکا ولسمشر غواړي په روانه اوونۍ له افغانستانه د ۴۰۰۰ امریکايي سرتېرو وتل اعلان کړي.

د اقتصادي چارو بل کارپوه سیف الدین سیحون وايي، د افغانستان اوسنی سیاسي وضعیت هم ددغه هېواد پر اقتصاد منفي اغېز کولی شي او ډیری اقتصادي فعالیتونه درولی شي.

دی ټینګار کوي چې افغانستان د نړیوالې ټولنې او په تېره د امریکا د متحدو ایالاتو له مرستو پرته نه شي کولی چې اقتصادي اړتیاو ته رسیدنه وکړي.