هند کې پولیسو سلګونه اعتراض کوونکي نیولي

په هند کې د تابعیت یوه نوي قانون پرضد اعتراضونه روان دي.

د هند پولیسو نن د دغه هېواد په ځینو لویو ښارونو کې سلګونه اعتراض کوونکي داسې مهال ونیول چې له بندیز سره سره یې غونډې وکړې.

دا موقتي بندیز په هند کې د تابعیت په اړه د یوه قانون پر وړاندې تر مظاهرو وروسته ولګېد.

د چارواکو په وینا تر اوسه سل کسان په ډیلي کې نیول شوي دي.

د دې نوي قانون له مخې د افغانستان، پاکستان او بنګله دېش هغو غیر مسلمانانو ته به تابعیت ورکول کیږي چې تر ۲۰۱۵ میلادي کال مخکې هند ته تللي.

د دې قانون منتقدین وايي، صدراعظم مودي غواړي د دې قانون په واسطه په هند کې شااوخوا دوه سوه ملیونه مسلمانان منزوي کړي.

خو مودي وايي، د دې قانون هدف د ګاونډي هېوادونو له اقلیتونو سره مرسته ده چې په خپلو هېوادونو کې له ځپنې سره مخامخ شوي او هند ته يې پناه وړې ده.