د ټاکنو کمېسیون مرستیال: راتلونکې اوونۍ حتماً د ټاکنو پایلې اعلانوو

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال عصمت‌الله مل

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، راتلونکې اوونۍ به حتماً د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنۍ پایله اعلان شي.

د دې کمېسیون مرستیال عصمت‌الله مل نن ازادي راډیو ته وویل، د ۷ ولایتونو له ډلې چې د رأیو بیا شمېرنه او تفتیش په‌کې پیل شوی و، د څلور ولایتونو نتایج کابل ته رسېدلي او تمه ده چې د بدخشان، فاریاب او بغلان پایلې هم سبا مرکز ته راواستول شي.

ښاغلی مل وايي، سیستم ته د دې موادو د لېږد بهیر به تر یوې ورځې پیل شي.

هغه وویل، راتلونکې اوونۍ به حتماً د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي.

ښاغلی مل زیاتوي:​ "سل فیصده ان‌شاءالله، موږ درې ولایتونو ته په تمه وو چې درې ولایتونه‌یې بشپړ شوي او په بدخشان او فاریاب کې د هوا حالاتو له کبله دا پروسه له مشکلاتو سره مخ شوې او مواد نه‌دي رالېږل شوي، موږ په تمه یوو چې ژر کابل ته راورسېږي."

بغلان، بدخشان، تخار، فاریاب، سرپل، جوزجان او پنجشېر کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ ثبات او هم‌پالنې ټیم د مخالفت له امله د رأیو بیا شمېرنه او تفتیش نه‌و ترسره شوی، خو پاتې ۲۷ ولایتونو کې دغه بهیر بشپړ شوی و.

دغه ډله شااوخوا ۳۰۰ زره رأیې باطلې او به شرایط برابرې نه‌بولي او وايي ترڅو چې له شمېرنې ونه‌غورځول شي، هېڅ ډول پایلې ورته د منلو نه‌دي.