د ژنیو په غونډه کې له افغان کډوالو د ملاتړ تازه ژمنې

په بلخ کې یو شمېر افغان کډوال

د افغانستان، پاکستان او ایران د جګپوړو استازو په ګډون د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو ان اچ سي ار) د ا فغان کډوالو د وضعیت ارزولو لپاره په ژنیو کې غونډه وکړه.

په دغه درې ورځنۍ غونډه کې چې پرون په یوې اعلامیه پای ته ورسېده، د پاکستان د فدرالي او سرحدي سیمو وزیر صاحب‌زاده محبوب سلطان، له افغان کډوالو سره د پاکستان د مرستو د دوام ژمنه وکړه.

خو ښاغلي سلطان ټینګار وکړ چې افغان کډوال باید په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه او په خپل اصلي تاټوبي کې د اوسېدو شرایط ورته برابر شي.

په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې ویاند نادر فرهاد ازادي راډیو ته وویل، په ایران او پاکستان کې د میلیونونو کډوالو ترڅنګ څو میلیونه نور افغانان دننه په خپل هېواد کې بې‌ځایه شوي دي.

د ژنیو په غونډه کې د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر غلام حسین دهقاني وویل، هغه وخت راغلی چې د کډوالو پېټی نړیواله ټولنه هم په اوږو واخلي او تعادل رامنځته کړي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیالې ډاکټر عالمې له مرستندویو ادارو وغوښتل چې په افغانستان کې زیاته پانګونه وکړي څو افغان کډوال په عزت خپل هېواد ته راوګرځي.