د روسیې او امریکا پوځي چارواکو پر سوریې خبرې وکړې

د متحده ایالاتو لوی درستیز جنرال مارک میلي

د امریکا او روسیې جګپوړو پوځي قوماندانانو پر سوریې خبرې وکړې. دواړه هېوادونه په سوریه کې پوځي حضور لري.

د متحده ایالاتو لوی درستیز جنرال مارک میلي او د هغه روسي سیال جنرال والیري ګراسموف پرون چهارشنبه د سویس په پلازمېنه برن کې سره ولیدل.

په سوریه کې له کړکېچ او د مسکو او واشنګټن ترمنځ له ترینګلتیا سره سره د دواړو هېوادونو پوځونو په سوریه کې د تصادفي مخامختیا د مخنیوي لپاره د خپلو مشرانو ترمنځ د ارتباطاتو لپاره منظم چینلونه پرانیستي دي.

د امریکا د لوی درستیز ویاندې وویل، دواړه لوی درستیزان تأییدوي چې منظم تماسونه د ناسمو محاسبو مخه نیسي او شفافیت زیاتوي.