خلیل‌زاد: د سولې پروسه کې یوه مهم پړاو ته نږدې کېږو

ښاغلي خلیل‌زاد پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې کابل کې یې دوه ورځنۍ سلامشورې بشپړې کړې دي.

د افغانستان د سولې لباره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد افغانستان ته خپل سفر ګټور بللی او ویلي یې دي چې د سولې په پروسه کې یوه مهم پړاو ته نږدې کېږي.

ښاغلي خلیل‌زاد پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې کابل کې یې دوه ورځنۍ سلا مشورې بشپړې کړې دي.

نوموړي په تېرو دوو ورځو کې په کابل کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال مېلر او یو شمېر نورو سیاستوالو ته په قطر کې د طالبانو له استازو سره د خپلو خبرو په اړه معلومات ورکړل.

خلیل‌زاد ویلي چې په کابل کې یې د کتنو په لړ کې د تاوتریخوالي د کمېدو د هلو ځلو او د بین‌الافغاني خبرو اترو په اړه د نظر تبادله وکړه.

په همدې حال کې فرانس پرس خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه ویاند له قوله لیکلي چې "له طالبانو سره د یوې هوکړې د وروستي کولو هڅې د ولسمشر غني او زلمي خلیل‌زاد ترمنځ د لیدنې د بحث موضوع وه او د ده په وینا که کومه هوکړه وشي، دغه پروسه باید د بین‌الافغاني خبرو اترو لامل شي."

فرانس پرس خبري اژانس دغه‌راز د ولسمشر غني د ویاند صدیق صدیقي په قول ویلي چې ولسمشر له خلیل‌زاد سره په کتنه کې د طالبانو له لوري د تشدد پر دوام اندېښنه ښکاره کړه او د تل‌پاتې سولې غوښتنه‌یې وکړه.