کلکته کې افغاني تولیدات نندارې ته وړاندې شوي

د کلکتې په نندارتون کې افغاني تولیدات نندارې ته وړاندي شوي.

افغاني تولیدات د هندوستان په کلکتې ښار کې (د مګا د ۱۷مې دورې په نړیوال نندارتون) کې نندارې ته وړاندې شول.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند سمیر رسا نن ازادي راډیو ته وویل، په دې نندارتون کې ۶۴ شرکتونه چې ۳۰یې د مېرمنو دي خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړل.

د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ یادو شرکتونو لاسي صنایع، غالۍ، وچې او تازه مېوې، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، زعفران، د مرمر ډبرې او ګاڼۍ نندارې ته وړاندې کړې دي.

د سوداګرۍ وزارت وايي، په دې نندارتون کې افغاني تولیدات د ګډونوالو پاملرنه ځان ته اړولې وه چې له یو شمېر کمپنیو سره تړونونه هم شوي دي.